د خوړو نړیوال سازمان افغانستان لپاره د بودیجې د نشتوالې اندېښنه ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147486-د_خوړو_نړیوال_سازمان_افغانستان_لپاره_د_بودیجې_د_نشتوالې_اندېښنه_ښودلې
د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بې وزلو کورنیو سره، د مرستو په ضرورت باندې په ټینګار سره، دې هیواد سره د مرستو لپاره د بودیجې د نشتوالې خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-03-11T08:08:31+00:00 )
Mar 11, 2024 12:34 Asia/Kabul
  • د خوړو نړیوال سازمان افغانستان لپاره د بودیجې د نشتوالې اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بې وزلو کورنیو سره، د مرستو په ضرورت باندې په ټینګار سره، دې هیواد سره د مرستو لپاره د بودیجې د نشتوالې خبر ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام  WFP په افغانستان کې د خپلو مالي سرچینو د جدي کمښت خبرداری ورکړی دی او د دې سازمان سیمه ایز مرستيال سمير وانمالي په ټوییټر  کې د یوه ویډیو په خپرولو سره، ويلي چې نړۍ باید افغانستان او د دغه هېواد وګړي هېر نه کړي.

دې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغیتوب دفتر اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چي د نویو ارزونو له مخې، په دغه هیواد کې کابو ۲۴ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چي نیمایي برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.