د خوړو نړیوال سازمان افغانستان لپاره د بودیجې د نشتوالې اندېښنه ښودلې
Mar 11, 2024 12:34 Asia/Kabul
د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د بې وزلو کورنیو سره، د مرستو په ضرورت باندې په ټینګار سره، دې هیواد سره د مرستو لپاره د بودیجې د نشتوالې خبر ورکړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام WFP په افغانستان کې د خپلو مالي سرچینو د جدي کمښت خبرداری ورکړی دی او د دې سازمان سیمه ایز مرستيال سمير وانمالي په ټوییټر کې د یوه ویډیو په خپرولو سره، ويلي چې نړۍ باید افغانستان او د دغه هېواد وګړي هېر نه کړي.
دې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغیتوب دفتر اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چي د نویو ارزونو له مخې، په دغه هیواد کې کابو ۲۴ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چي نیمایي برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.