افغانستان کښې په روانې میاشتې کښې بارانونو او ساړه ۶۰ تنه وژلي دي
طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي چې په هيواد کې د روانې لمريزې مياشتې له لومړۍ څخه تر دوه ويشتمې پورې باران او سړې هوا ۶۰ تنه مړه کړي دي.
د اطلاعات روز د خبر له مخې، د دې وزارت وياند جانان سايق پرون د يو ويډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي چې په دې موده کې ۲۳ تنه نور ژوبل هم دي.
دی همدا راز وايي چې په دې موده کې د ورښتونو له وجې ۱ زر او ۶۴۵ کورونه په کلي يا هم په جزئي توګه ويجاړ شوي دي.
افغانستان کښې طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وياند زياته کړې چې په دې موده کې ۱۷ زره او ۹۱۱ څاروي هم تلف شوي دي.
دی وايي چې دې وزارت په دغه موده کې د نړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ له ۲۲۰ زره او ۴۱۵ کورنيو سره د خوراکي توکو او د نغدو پیسو مرسته کړې.
د روانې لمريزې مياشتې پر مهال د افغانستان پر بېلابېلو ولايتونو څو ځله واورې او بارانونه ووریدل.
دې ورښتونو هوا سړه کړه او د بېلابېلو ولايتونو تر منځ يې مواصلاتي لارې هم بندې کړې.