له طالبانو د افغانستان د شیعه ټولنې غوښتنه
د افغانستان د اهل تشیع د ټولنې غوښتنو ته د طالبانو د نه پاملرنې په دوام سره، د شیعه ټولنې استازو خپلې غوښتنې په لیکلې بڼه د طالبانو د وزیر الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر ته ورسپارلې دي.
د طالبانو د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ اعلان وکړ یادې غوښتنې او وړاندیزونه د شیعه عالمانو د شورا د مرستیال محمد اکبری، د اهل تشیع د عالمانو د شورا د دارالانشا مشر محمد حسین عالمی بلخي او د افغانستان د پارلمان مخکنی غړی نعمت الله غفاري له خوا مولوی عبدالکبیر ته ورکول شوی دی.
دا څووم ځل دی چي د افغانستان د شیعه عالمانو شورا په خپلو حضوري کتنو او غیر حضوري لارو چارو سره، د طالب چارواکو ته خپلې غوښتنې وړاندې کوي.
سره له دې چي طالبانو په ظاهر کې تش په خبرو له دغو وړاندیزونو سره هوکړې کړي دي لیکن په عمل کې په افغانستان کې د اهل تشیع د حقوقو په لړ کې هیڅ یو عملي اقدام نه دی شوی.
که څه هم د طالبانو ارګ د اهل تشیع استازو ته ډاډ ورکړی دی چي دغه وړاندیزونه به وڅیړي لیکن تر هغه چي عملي ګامونه پورته نه شي اعتبار نه شي پرې کېدای.
د طالبانو په نظام کې د جعفري مذهب په رسمیت پېژندنه، د اهل تشیع زده کوونکو لپاره په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د جعفري فقهې ښودنه او په دولتي اداراتو کې د اهل تشیع ګډون له طالبانو څخه د افغانستان د اهل تشیع د ټولنې له اساسي غوښتنو څخه دي.
د سیاسي چارو شناند اسدالله بشیر په دې اړه وایي: د افغانستان د ټولنې شیعیان تل له طالبانو سره، د واکوالۍ په ډګر کې ښه همکاري کړې ده او په دې باور دی چي په افغانستان کې د ټولو مذاهبو په همکاری سره، طالبان کولایشي یوه بریالی واکمني ولري ځکه چي د دې هیواد ټولنه د قومیت او مذهب له نظره، یو لاس نه ده او بېلابېل مذاهب او قومونه په کښې میشت دي. دې ته په کتو سره د سولې او ثبات قائمېده د ټولو سیاسي، مذهبی او قومي جریانونو تر مینځ رېښتنې ملګرتیا ته اړتیا لري.
که څه هم طالبان خپل رسمي مذهب حنفی اعلان کړی دی لیکن د نورو مذاهبو او په ځانګړې توګه د اهل تشیع د حقوقو د رعایتولو په ضرورت هم ټینګار کوي لیکن په عمل بیا د دغو وعدو د پوره کېدو لپاره هیڅ لېولتیا نه څرګندوي.
دا په دې معنا ده چي د افغانستان د اهل تشیع د ټولنې په وړاندې د طالبانو خبرې او کردار یو شان نه دي.
دا په داسي حال کې دی چي له تېرو دوو کلونو راهیسې چي طالبانو په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي د اهل تشیع ټولنه ورسره ښه همکاري کړې ده.
سره له دې که څه هم طالب چارواکو له افغان شیعه عالمانو سره، ښه چلند کړي دي لیکن د اهل تشیع د مذهب د حکامو د عملي کېدو او په ښوونځیو او پوهنتونو کې له تدریس سره، مخالفت کوي. په افغانستان کې له حنفي فقهې وروسته، چي طالبانو د رسمي مذهب په توګه اعلان کړی، د شیعه مذهب د افغانستان د ټولنې دوهم اکثریت جوړوي.
په دې خاطر تمه کیږي چي طالبان هم د هغوی د ښاریزو او مذهبي حقوقو درناوی وکړي او په عمل کې هغوی ته جواز ورکړي چي په حقوقي او ښوونیزو ډګرونو کې په خپلو اصولو او شریعت باندې عمل وکړي، البته د افغانستان د وګړو په توګه یې هم دا حق جوړیږي.
په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړېدو په بهیر کې هم د دې هیواد اهل تشیع تمه لري چي په مختلفو ادارې او نورو چوکاټونو کې په کار ونیول شي او یوازې تش په نامه یو کس په اداراتو کې د بیلګې په توګه و نه ګمارل شي.
بې له شکه په مختلفو چارو کې له انحصار پالنې څخه د طالبانو وتل کولایشي په افغانستان کې د پردیو او په ځانګړې توګه د غربیانو د لاسووهنو مخنیوی وکړي./