Mar 16, 2024 14:18 Asia/Kabul

د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د طالبانو سرپرست حکومت په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی په افغانستان کې له یوناما سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبيح الله مجاھد وايي: سرپرست حکومت د یوناما د ماموریت له تمدید سره موافق دی او د تېر په څېر له یوناما سره همکاري کوي، خو زياتوي چې دغه اداره باید د افغانستان د حالاتو په اړه په خپلو راپورونو کې مثبتو ټکو ته هم پاملرنه وکړي.

مجاهد څرګنده کړه موږ هیله لرو چې يوناما دغه ماموریت په ښه ډول پرمخ یوسي، په ځانګړې توګه د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړې کولو لپاره کار وکړي او د افغانستان پرمختګونه تر نړيوالو ورسوي.

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د یوناما د ماموریت تمدید د هیواد په ګټه بللی او زیاته یې کړه چې يوناما باید خپل ماموریت ته په اغیزمنه توګه دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو هېوادونو تېره ورځ د رایو په اکثریت سره ‎افغانستان کې د دغه سازمان د استازولۍ یا ‎یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره هم وغځاوه.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

امريکا جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو د امنيت شورا ددې پرېکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې يوناما يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت په عمده توګه يو سياسي ماموريت دى، چې په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د افغانستان د حکومت په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا رامنځته شو چې دا ماموریت هر کال له همدې نیټې څخه نوي کیږي.

ټیګونه