افغانستان کښې په یو بس کښې د اور لګیدو له امله ۲۱ تنه مړه شول
Mar 17, 2024 17:17 Asia/Kabul
افغان خبری سرچینو اعلان کړی، چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافیکی پېښې له امله ۲۱ کسان وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوی دی.
افغان خبری سرچینو اعلان کړی، چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافیکی پېښې له امله ۲۱ کسان وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوی دی.
د سرچينې په وينا، نن سهار وختي د کندهار- هلمند پر لويه لاره يو مسافر وړونکى بس د تېلو له ټانکر او موټرسايکل سره ټکر شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې بس اور اخیستی او ګڼ شمېر سپرلۍ يې سوځېدلې دي.
د افغانستان ملي تلويزيون هم دغه خبر خپور کړى او ويلي يې دي چې ټپيان روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی.