کرزی طالبانو ته په خطاب کې:
ښوونځی د انجوڼو په مخ پرانیزی
Mar 18, 2024 08:36 Asia/Kabul
د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی په یوه پیغام کې له افغان چارواکو څخه وغوښته چي د انجوڼو په مخ دې ښوونځی پرانیزي.
تېره ورځ په کابل کې د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی په خپله ایکس پاڼه کې د افغانستان د حکومت چارواکو ته یادونه وکړه چي له بهرنیانو څخه د بې نیازه کېدو لپاره باید په پوهنتونو او ښوونځیو کې انجوڼو ته د زده کړې اجازه ورکړي.
کرزی له زده کړو څخه د افغان انجونو درې کلن محرومیت ته په اشارې سره، ولیکل: له بده مرغه درې کاله کیږي چي افغان انجوڼې له تحصیل څخه محرومې پاتې دي او ښوونځیو او پوهنتونونو ته تلای نه شي چي علم تر لاسه کړي په نتیجه کې خپلو کورنیو او خپل د هیواد خدمت نه شي کولای.