د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان بريدونو ته تند غبرګون وښود
د افغانستان د طالبانو سرپرست حکومت پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان هوايي بريدونه وغندل او او وایي، دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تیری دی.
زمونږخبریال راپور راکړ ، دافغانستان د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی.
نوموړی زياتوي ددغه بمبار په نتيجه کې په پکتیکا کې درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او خوست کې د یوه کور نړېدو له کبله دوې ښځې وژل شوې دي.
پاکستاني سرچینو ویلي، ظاهرا برید د ټي ټي پي د یوه قومندان عبدالله شاه پر استوګنځي شوی، خو ښاغلي مجاهد وايي چې عبدالله شاه پاکستان کې دی.
په دې اړه مفصل راپور زمونږ دخبریال له خولې آورو .