د افغانستان او پاکستان په سرحدونو کې نښتې
Mar 18, 2024 10:59 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځو ولایتونو باندې د پاکستان هوایي بریدونو وروسته، د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر مینځ نښتې رامینځ ته شوي دي.
په افغانستان باندې د پاکستان د هوایي او توپخانه ای بریدونو وروسته، په ختیځو ولایتونو پکتیکا او پکتیا کې د طالبانو د حکومت د پوله ساتو ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو تر مینځ نښتې رامینځ ته شوي دي.
د دواړو لورو تر مینځ نښتې له نن سهاره د پکتیا په دند پټان ولسوالۍ او انګوراډه سرحدي کرېدور او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې دوام لري.
په یادو ولسوالیو کې خلګو د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
هاخوا بیا پاکستانۍ رسنیو د شمالي او جنوبی وزیرستان او کورم ایجنسۍ باندې د طالبانو له خوا د توپونو او هاوانونود بریدونو خبر ورکړي دي.