Mar 19, 2024 05:29 Asia/Kabul
  • بهرنۍ موسسي په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې فعالیت کولی شي

بهرنۍ موسسي په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې فعالیت کولی شي

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت سرپرست د يو شمېر بهرنيو بنسټونو له مسئولينو سره په کتنه کې وويل چې دغه بنسټونه په افغانستان کې د اسلامي اصولو له مخې په ازاده توګه فعاليت کولى شي.

افغان غږ خبری آژانس خبر لیکلي چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د یو شمېر موسسو د مسؤلینو سره ولیدل او ډاډ یې ورکړ چې دغه بنسټونه کولای شي په افغانستان کې د اسلامي اصولو سره سم خپلې چارې په آزاده توګه پرمخ بوځي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، په هېواد کې د بشپړ امنیت په تامین سره د خیریه بنسټونو فعالیتونو ته د پخوا په پرتله ښه زمینه برابره شوې ده.

 

ټیګونه