Mar 19, 2024 14:00 Asia/Kabul
  • پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي

د افغلانستان د طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد وايي چې، پر خوست او پکتیکا د پاکستان دا ډول غیر سنجیده کړنې او بریدونونه به ناوړه او بدې پایلې ولري.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې، د هوايي بریدونو له امله، د خوست د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې دوه ښځینه وژل شوې او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې هم درې ښځینه او درې ماشومان وژل شوي دي.

مجاهد په خپلو خبرو کې دغه بریدونه پر افغان خاوره تېری یاد کړی او په وینا یې، افغان طالبان د زبرځواکونو پر وړاندې د جګړې اوږده تجربه لري او چاته به اجازه ور نه کړي چې، پر افغان خاوره تېری وکړي.

مجاهد زیاتوي چې پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د عبدالله شاه په نوم کس په نښه کړی، خو د ده په خبره، هغه په پاکستان کې دی:

ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت دې د پوځ د ګوتو په شمېر جنرالانو ته اجازه نه ورکوي، چې د شخصي ګټو لپاره د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

مجاهد په خپلو خبرو کې دې هوايي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا ډول پېښې به خورا بدې پایلې ولري چې، کابو کول به یې بیا د پاکستان اختیار کې نه‌ وي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د پېښو پړه پر افغانستان نه اچوي او یو ځل بیا یې ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به کوم هېواد ته خطر نه پېښېږي.

د پاکستان پوځ هم پېښه تایید کړې او ویلي چې په دغو بمباریو کې د عبدالله په نوم یو تن په نښه شوی، خو سرپرست حکومت ببیا وایي چې، دا کس اوس هم په پاکستان کې دننه ژوند کوي.

ټیګونه