Mar 19, 2024 15:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان پر ځینو سیمو د پاکستان بریدونه

د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان پر ځینو سیمو بمبارۍ، د دواړو غاړو تر منځ په اړیکو کې ترینګلتیا زیاته کړې، چې له امله یې افغان طالبانو هم د پاکستان پر سرحدي سیمو ځوابي بریدونه وکړل.

د افغان طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو د پاکستان د جیټ الوتکو د بریدونو په ځواب کې، د دغه هېواد څو پوځي اډې په نښه کړې. افغان طالبان ادعا کوي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي، خو د پاکستان د پوځ په وینا، دا بریدونه د ترهګرو ډلو پر مرکزونو شوي او په پاکستان کې د ترهګرۍ وروستۍ څپه هم، د کابل بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر په یوه بیانیه کې اعلان کړی، چې د افغان طالبانو په ملاتړ او د عصري وسلو په برابرولو سره، په پاکستان کې ترهګریزې پېښې زیاتې شوي دي. د دې ترڅنګ، په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو په زیاتېدو سره، له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو ښکاره ثبوتونه هم شتون لري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په تېرو دېرشو مياشتو کې د پاکستان او طالبانو تر منځ د تروريزم مسله، تر ټولو مهمه او له ننګونو ډکه موضوع ده. پاکستان ادعا کوي، چې افغان طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په نامه ترهګرې ډلې ته ځای ورکړی او دغه ډله هم د دغه هېواد له خاورې څخه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي او برابروي.

د افغانستان د چارو کارپوه امين فرجاد په دې اړه وايي:

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي په څېړلو کې، يو شمېر لاملونه په ګوته کېږي، چې په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور سربېره، له اسلام آباد څخه د افغان طالبانو سرکشي او نافرماني ده. دا ډله د پاکستان مولود ګڼل کېږي او اوس د پاکستان د امرونو او غوښتنو نافرماني او سرکشي، اسلام آباد ته خورا ګرانه ده.

که څه هم افغان طالبانو هیله لرله چې په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره به، د دواړو لورو ترمنځ اړیکې د عادي کېدو پر لور ولاړې شي، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر مرکزونو د پاکستان د پوځ هوايي بریدونو دا وښوده، چې اسلام آباد د امنیتي مسلو په اړه له طالبانو سره  هېڅ ډول تعارف او ټوکي نه لري او که دا ډله له پاکستان سره د کړکېچ هوارول غواړي، لومړی باید له TTP سره خپل اړخ روښانه کړي.

د پاکستان د پوځ لپاره چې ځان په سیمه کې تر ټولو پیاوړی پوځ ګڼي، د دغه هېواد په عامه افکارو کې د مایوسۍ او ماتې خبره ده، چې د یوې ترهګرې ډلې په ځپلو کې پاتې راشي.

خو پاکستان اندېښمن دی چې  د دغه هېواد سیال هېوادونه به، د تحریک طالبان له ترهګرې ډلې څخه، پر اسلام آباد د فشار راوړلو لپاره کار واخلي. ځکه په سیاسي او امنیتي حلقو کې دا شک موجود دی، چې په سیمه کې سیال هېوادونه د ترهګرو ډلو په څېر له ظرفیتونو څخه، د یو بل پر وړاندې د فشار د عامل په توګه کار اخلي، چې دا نظر په عمده توګه د پاکستان او د هغه د دودیزو سیالانو لکه هند تر منځ موجود دی.

له همدې امله، پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان د ترهګرې ډلې د شتون په اړه ډېر حساسیت لري. له همدې امله د پاکستان له نظره، د ټي ټي پي د ځپلو په برخه کې د طالبانو بې غوري، د پاکستان د سیالانو په خاوره کې د اسلام آباد پر وړاندې یوه لوبه ګڼل کېږي.

ټیګونه