Mar 21, 2024 05:50 Asia/Kabul
  • د هر برید سخت ځواب ورکوو

د افغان طالبانو ملي‌ دفاع وزارت، د وضعیت ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال د سفر خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د وري په لومړۍ نېټه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د افغانستان د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د وضعیت ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه کې د ملي اسلامي اردو منسوبینو د پوستو څخه لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړه، پاکستاني لوري ته د ملي اسلامي اردو ځواکونو له لوري د جدي خبرداري او بېړني ضرب الاجل د ټاکلو له امله، اوسمهال په سیمو کې نښتې کمې شوې دي.

د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال یرغلګرو ته د خبرداري په پیغام کې ویلي چې: “موږ د جګړې طرفدار نه یو، که زموږ د خاورې په یو کونج کې کوم فایر وشي، نو زموږ تجربه لرونکي ځواکونه بې پروا نه دي او په عاجله توګه به هغوی ته ځواب ورکوي.”

د یادونې وړ ده، چې افغان سرحدي ځواکونو له هغه وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو د درنو وسلو ګوزارونه وکړل، چې د پاکستان جیټ الوتکو د افغانستان په ځینو سیمو کې پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټیګونه