ترکیې په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو د پرانیستوغوښته وکړه
د افغانستان په کابل کې د ترکیې سفیرپه افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د انجونو د ښونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی په کابل کې د ترکیې سفیر د افغانستان د سرپرست حکومت پر چارواکو غږ کړی،چې له شپږم صنفه پورته دې دانجونو د ښونځیو دپرانیستو اقدام وکړي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال چې په کابل کې ئې د دغه هیواد دمعارفو د بنیاد په مرکز کې د روژماتي په دستورو کې شتون درلود، ووئيل، د افغانستان ولس یو توانمند ولس دی او ددې جوګه دي چې پر مشکلاتو برلاسه شي.
هغه همداراز د زده کړې په برخې کې د افغانستان له ولس سره د خپل هیواد دملګرتیا خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان سږ کال هم د ښونځیو ټلۍ د وري دمیاشتې له لومړۍ نیټې په داسې حال کې کړنګولې ده چې له شپږم صنفه پورته ښونځي پر انجونو هماغه شان تړل شوي دي،د سرپرست حکومت چارواکي د انجونو د ښونځیو د پرانیستو لپاره د ډيرو داخلی او بهرنیو غوښتو په ځواب کې وائي ، ددغو ښونځیو دپرانیستې شرائطو لا نه دي برابر شوي .
په افغانستان کې د انجونو د ښونځیو تړل کیدا له ډيرو داخلی او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو ي دي او نړیوالې ټولنې په کرتو د افغانستان د انجونو د ښونخیو د پرانیستې غوښته کړې ده