Mar 26, 2024 10:09 Asia/Kabul
  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ایران له فرهنګي اتاشي سره وکتل

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي اتاشي ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ايکس پاڼه کې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د فرهنګي اړیکو، د لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو د شريکولو، افغان محصلينو ته د ايران له خوا د تحصيلي بورسونو او د نندارتونونو د جوړولو په باب خبرې وکړې.

همدارنګه په دې ليدنه کې د ایران د اسلامی جمهوریت تجارتی، کلتوری او لرغونو ځایونو ته د لنډ مهاله سفرونو په اړه موافقه وشوه.

 

ټیګونه