افغانستان کې سږ کال بیا نجونې د کانکور په ازموینه کې ګډون نلري
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن په کابل کې په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته ویلي، د کانکور ازموینه به د پښتو او دري سربېره په انګلیسي اوعربي ژبو هم اخیستل کېږي.
هغه زیاته کړه، د روان کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاونو کې واخیستل شي.
د کانکور ازموینې لومړی پړاو به د روانې غبرګولې «جوزا» میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي چې پهکې به د ۱۶ ولایتونو له دولسم ټولګیو څخه فارغ شویو زدهکوونکو ازموینه واخیستل شي.
سږکال له ۳۴ ولایتونو څخه شاوخوا ۱۵۰زره هلکانو د کانکور ازموینې ته نوملیکنه کړې چې د یادې ادارې په وینا، ۷۵زره به لوړو او نیمهلوړو زدهکړو ته جذب شي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني په وینا، وروستۍ او پنځم پړاو کې د کانکور متفرقه ازموینه واخیستل شي.
سږکال به دویم پرله پسې کال وي چې نجونې د کانکور په ازموېنه کې له ګډون بې برخې کېږي.
دې دا اندېښنه لا پراخه کړې چې د افغانستان نیم وګړي یعنې ښځې به یو بل کال هم له لوړو زدکړو او پرمختګونو محرومې پاتې شي.
د یادولو ده چې په افغانستان کې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کال د کانکور عمومي اول نمره ګانې نجونې وې.