د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره اړیکې جوړوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148982
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم پرون طالبان د افغانستان واقعي ځواک بللي  او وئيلي ئې دي، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له لیسټه وباسي چې مسکو بندیزونه پرې لګولي دي.
(last modified 2024-05-29T00:20:48+00:00 )
May 29, 2024 04:48 Asia/Kabul
  • د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره اړیکې جوړوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم پرون طالبان د افغانستان واقعي ځواک بللي  او وئيلي ئې دي، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له لیسټه وباسي چې مسکو بندیزونه پرې لګولي دي.

زمونږخبریال د  تاس خبري آژانس له قوله راپور راکړ،په داسې حال کې  چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له تورلیسټه د طالبانو ایستلو ته لېوالتیا  ښودلې، دروسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  پرون په یولړ څرګندونو کې وویل، روسیه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره اړیکې جوړوي.

ولادیمیر پوتین د یوه  روا حکومت په توګه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې او له تور لیسټه د طالبانو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې روسیه باید د افغانستان نظریات په پام کې ونیسي او له دغه هېواد سره اړیکې جوړ ې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف هم پرون طالبان د افغانستان واقعي ځواک بللي  او وئيلي ئې دي، مسکو ښايي طالبان د هغو ډلو له لیسټه وباسي چې مسکو بندیزونه پرې لګولي دي.

  د روسیې د کابینې غړو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارښتنه کړې چې طالبان د بندیزونو له لسټه وباسي.

روسیې له ۲۰۰۳م کال راهیسې طالبان د ترهګرو او ممنوعه ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د راپورنو له مخې، مسکو طالبانو ته بلنه ورکړې چې راتلونکې میاشت په سانت پیترزبورګ کې په یوه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.