د افغانستان د اهل تشیّع پر غوښتنو غور کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149172-د_افغانستان_د_اهل_تشیّع_پر_غوښتنو_غور_کوو
د افغانستان د طالبانو د ریس ولوزار مرستیال  په کابل کې د اهل تشیّع  له عالمانو او سپين روبو سره په کتنې کې  ووئیل، د اهل تشیّع  ټولنې پر غوښتو به جدي غور وکړي.
(last modified 2024-06-07T04:41:10+00:00 )
Jun 07, 2024 09:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اهل تشیّع پر غوښتنو غور کوو

د افغانستان د طالبانو د ریس ولوزار مرستیال  په کابل کې د اهل تشیّع  له عالمانو او سپين روبو سره په کتنې کې  ووئیل، د اهل تشیّع  ټولنې پر غوښتو به جدي غور وکړي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرار مرستیال  مولوی عبدالسلام حنفي  ووئيل،  افغانستان د ټولو قومونو او د خلکو د مختلفو پرګنو ګډ کور دی .

 هغه په دوام کې ووئيل، د دو ي په اند اسلامی امارت د یوه مسئول حکومت په توګه د افغانستان د ملت په خدمت کې دی.

مولوی حنفي ووئیل،د افغانستان آبادي او ترقي  ددغه هیواد د ټولو ښاریزو په بې ځنډه  هڅې او زیار  او ملګرتیا سره شونې ده ، پر دې اساس  باید ټول د اوسنی نظام او مځکنۍ بشپړتیا په دفاع کې  په یووالي سره  عمل وکړو او د پرمختګ او پراختیا په ډګر کې  ونډه ولرو.

د افغانستان ارګ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په دغې کتنې کې  د افغانستان د اهل تشیّع  سپين ګیرو مشرانو او عالمانو  په افغانستان کې  د امنیت په تامینیدا د خوښئ په ښودلو سره  ټينګار کړی په افغانستان کې  داوسني نظام د لازیاتې پیاوړتیا لپاره  هڅه کوي.

په دغې کتنې کې ګډون کونکو د افغانستان د طالبانو له حکومته وغوښتل څو د شیعه میشتو سیمو او ولایتونو  ته دې د ښونځیو ،روغتیائي او درملیزو مرکزون واو همداراز د  د  مواصلاتي لارو د جوړولو او رغولو په زمینې کې هم توجه و کړي.