په افغانستان کې د اومه تېلو د تولید زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149252-په_افغانستان_کې_د_اومه_تېلو_د_تولید_زیاتوالی
د لومړۍ ځل لپاره افغانستان په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۳۰ زره ټنه اومه تېل ایستلي او د چڼ لپاره یې پانګوالو باندې پلورلې دي.
(last modified 2024-06-09T07:36:54+00:00 )
Jun 09, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د اومه تېلو د تولید زیاتوالی

د لومړۍ ځل لپاره افغانستان په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۳۰ زره ټنه اومه تېل ایستلي او د چڼ لپاره یې پانګوالو باندې پلورلې دي.

د طالبانو د تېلو او د معادنو وزارت اعلان وکړ چي په تېرو ۱۰ ورځو کې یې د امو سیند له سیمې ۱۳۰ زره ټنه  تېل ایستل شوي دي چي ارزښت یې ۷۱ میلیون ډالرو ته رسیږي.

دې ته په کتو سره چي افغانستان کې پټروکمیکل چڼځایونه موجود نه  دي د طالبانو حکومت یاد تېل د چڼ لپاره په پانګوالو باندې پلورلې دي.

د یاد وزارت ویاند همایون  افغان رسنیو ته وویل چي نن هم ۲۰ زره  ټنه  اومه تېل مزایدې لپاره وړاندې شوي دي.