افغان سوداګرو خپله ډېره پانګه ایران ته انتقال کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149292-افغان_سوداګرو_خپله_ډېره_پانګه_ایران_ته_انتقال_کړې_ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي؛ ډېرو افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلو پانګو یوه لویه برخه ایران ته انتقال کړې ده.
(last modified 2024-06-10T23:28:52+00:00 )
Jun 11, 2024 03:56 Asia/Kabul
  • افغان سوداګرو خپله ډېره پانګه ایران ته انتقال کړې ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي؛ ډېرو افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلو پانګو یوه لویه برخه ایران ته انتقال کړې ده.

خان جان الکوزي ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د غبرګولي په ۲۱مه راپور ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلي؛ کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېرو سوداګرو خپلې سرمایې ایران ته انتقال کړي دي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو پانګوالو د ټولنې مشر حسین سلیمي ویلي وو، چې افغان اتباع په ایران کې د پانګونې لپاره لومړی ځای لري.

خو د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر وايي، چې دا دوی په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې او بهرنۍ پانګونې د جلبولو په لټه کې ده.

طالبانو ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره کړې او هڅه کوي چې افغان سوداګر خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.