په افغانستان کې د کانګو تبې د ناروغانو شمېر زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149348-په_افغانستان_کې_د_کانګو_تبې_د_ناروغانو_شمېر_زیات_شوی_دی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کانګو د ناروغۍ د زیاتېدو راپورونه یې ترلاسه کړي دي.
(last modified 2024-06-12T06:32:10+00:00 )
Jun 12, 2024 10:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کانګو تبې د ناروغانو شمېر زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د کانګو د ناروغۍ د زیاتېدو راپورونه یې ترلاسه کړي دي.

د لوی اختر رارسېدو په درشل کې او د قربانۍ لپاره د څارویو پېر او پلور سره هم مهاله، دغه ناروغي هم خپره کړې ده.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې د کانګو ناروغي له حیواناتو څخه انسانانو ته خپرېږي او په ځینو مواردو کې د اخته کس د مړینې لامل هم کېږي.

د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت هم په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیله تر اوسه، څه باندې دوه سوه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر دې دمه د شپږو کسانو مړینه هم تایید شوې ده.

دغه بنسټ ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر آته دېرش سلنه ډېر شوی دی.