بریکس د افغانستان د کړکېچ د سوله ایز حل غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149360-بریکس_د_افغانستان_د_کړکېچ_د_سوله_ایز_حل_غوښتنه_کړې
د بريکس سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ غونډه کې، د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د افغانستان د کړکېچ د سوله ايز حل غوښتنه وکړه.
(last modified 2024-06-12T08:16:51+00:00 )
Jun 12, 2024 12:45 Asia/Kabul
  • بریکس د افغانستان د کړکېچ د سوله ایز حل غوښتنه کړې

د بريکس سازمان غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ غونډه کې، د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره د افغانستان د کړکېچ د سوله ايز حل غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې چې د روسیې په نیژني نووګورد ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان مسله او بدلونونه په جدي توګه وڅېړل شول او په دې هېواد کې د تروریستي ډلو د هر ډول فعالیت د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده شوه، دا په دې معنی ده چې بریکس هوډ لري په سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو کې داخل شي او ځان د یوې اغېزمنې نړیوالې ادارې په توګه مطرح کړي، دا موضوع له دې اړخه ارزښت لري چې لوېدیځ تل ځان د افغانستان د کړکېچ په ګډون د هر ډول سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو یو اړخ ګڼي او هڅه کوي چې د نوښت په واک کې نیولو سره، بحرانونه د خپلو هیلو او اهدافو سره سم حل کړي.  

د سیمه ایزو چارو کارپوه عارف اکرمي په دې اړه وايي:

"په افغانستان کې د کړکېچ د دوام یو اصلي لامل، د لوېدیځ لاسوهنې او جنګ ته د هغوی لمن وهل دي، امریکا په افغانستان کې د دوو لسیزو په اشغال سره، نه یوازې د افغانستان خلکو ته ناهیلي او ترورېزم ډالی کړی، بلکې اوس هم په پوځي امنیتي مداخلو او همدارنګه د افغانستان د خلکو د شتمنیو په کنګلولو سره، هڅه کوي چې د افغانستان د ستونزو د حل نوښت په خپل لاس کې واخلي. په دې شرایطو کې د افغانستان د ستونزو په حل کې د بریکس اغېزمنتوب خورا ارزښت لري. له همدې امله، د بریکس غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د چارو په اړه په خپلې ګډې بیانیې کې، د سیمه ایز امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه په سوله ایز ډول د افغانستان د بحران پر حل ټینګار کړی دی.

د بریکس غړو هېوادونو په باور، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په ګډون، د دغه هېواد له بېلابېلو بحرانونو سره د مقابلې لپاره، باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او ډاډ ترلاسه شي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې کار نه اخلي. د بريکس غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډې اعلاميې دغه فقره ښيي چې د دوى لپاره امنيتي مسايل او همدارنګه له افغانستان څخه د سيمې هېوادونو ته د تروريزم د لېږد په اړه رامنځته شوې اندېښنې ډېرې مهمې دي او دې مسئلې ته  پاملرنه، طالبانو ته یو واضح پیغام استوي چې په افغانستان کې د دوی له واکمنۍ څخه له درېیو کلونو وروسته لاهم، دوی په دې نه دي توانیدلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له منځه وړلو په برخه کې سیمه ایز او نړیوال باور ترلاسه کړي.

له همدې امله، د بریکس د غړو هېوادونو ټینګار چې دوی د یوه خپلواک، سوله ایز او له نشهيي توکو څخه له پاک افغانستان څخه ملاتړ کوي، له هرڅه زیات ارزښت پیداکوي. ځکه چې د تروریستي ډلو یو له مهمو مالي سرچینو څخه نشه توکي دي، چې افغانستان په لومړي او لوړ ځای کې شتون لري. له دې سره، بریکس غواړي چې افغانستان په سیمه کې یو فعال لوبغاړی وي، مګر یو داسې افغانستان چې حاکمیت یې په حکومتولۍ کې د مسئولیت په منلو او نړیوالو دوه اړخیزو تړونونو او قراردادونو ته په پاملرنې، د ټولګډونه حکومت په جوړولو سره په داخلي کچه او په  سیمه ایزه او نړیواله کچه امنیتي اندېښنو ته په کتو سره، د سوله ایز ژوند اصول مراعات کړي.

ځکه چې د بریکس د لسو غړو هېوادونو ډېری هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله له هر ډول ناامنیو څخه اغېزمن دي او له همدې امله، له طالبانو څخه په جدي توګه غواړي چې په دې برخه کې دې اندېښنو ته پام وکړي.