طالبان: د افغانستان مسایلو په اړه جوړیدونکو غونډو کې باید ګډون ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149526-طالبان_د_افغانستان_مسایلو_په_اړه_جوړیدونکو_غونډو_کې_باید_ګډون_ولري
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه غونډې چې د افغانستان د مسایلو په اړه د بحث په موخه جوړېږي، باید د دوی استازي هم په کې ګډون ولري.
(last modified 2024-06-19T06:15:29+00:00 )
Jun 19, 2024 10:43 Asia/Kabul
  • طالبان: د افغانستان مسایلو په اړه جوړیدونکو غونډو کې باید ګډون ولري

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه غونډې چې د افغانستان د مسایلو په اړه د بحث په موخه جوړېږي، باید د دوی استازي هم په کې ګډون ولري.

مجاهد ټینګار وکړ چې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د سیمې د ګډ اقتصاد او تعامل د دغې غوښتنې یو مهم لامل دی.

هغه وویل: هغه سازمان یا ارګان چې د سیمه ییزو مسایلو او بحثونو او خبرو اترو لپاره رامنځته شوي، موږ غواړو چې افغانستان په کې ګډون ولري.

د نوموړي په وینا:  افغانستان د سیمې له هېوادونو څخه دی او د سیمې له هېوادونو سره ډېر ډیر مشترکات لري چې په کې ګډ تعامل، ګډ اقتصاد، سوداګري، ترانزیت، او همدارنګه د روغتیا او چاپیریال مشترک مسایل شامل دي چې د همغږۍ له مخې باید مخې ته یوړل شي.

هغه دا هم وویل چې د دوی حکومت له ګاونډیو او سیمې سره د ښو اړیکو غوښتونکې دي.

همدارنګه د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتر یوناما څخه غوښتي چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه کړي.

هغه د افغانستان د ناسم انځور وړاندې کول په خپل ماموریت کې د یوناما د ناکامۍ یو لامل وباله.

مجاهد ټینګار کړی، چې یاد دفتر تر اوسه په دې برخه کې نه دي بریالي شوي او لامل یې دا دی، چې دوی تل په افغانستان کې د عملي پلانونو په توګه ناسم انځور وړاندې کړی دی.