نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د غالیو صادرات زیات شوي دي
Jun 20, 2024 10:27 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې افغانستان په تېرو پنځو میاشتو کې، د اووه میلیونه او پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې کړې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې، د دغو غالیو ډېره برخه ګاونډیو هېوادونو او اروپا ته صادره شوې ده.
په همدې حال کې، د افغانستان د غالیو اتحادیې چارواو هم ویلي چې، که د ویزو د ورکړې په برخه کې د سوداګرو ستونزې هوارې شي او هوايي دهلیزونه هم فعال شي، د غالیو د صادراتو کچه به نوره هم زیاته شي.
دغې اتحادیې د تېر کال په پرتله په بهر کې، د غالیو په پلور کې له اوه سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.
ټیګونه