امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي
امنیت شورا ویلي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دې شورا غړو ته راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
دا غونډه د جون په ۳۰ مه او د جولای په ۳۱ مه د دوحې تر دریم کنفرانس ۹ ورځې وړاندې دایریږي.
امنیت شورا ویلي، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) د دې شورا غړو ته راپور وړاندې کړي.
له بلې خوا د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی “ریچارډ بینیټ” به د جولای په لومړۍ نېټه د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.
د ملګروملتو امنیت شورا د طالبانو له حکومت سره د تعامل د میکانیزم او د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د لارې نقشه تصویب کړه.
په پريکړه ليک کې د افغانستان پر وړاندې د پرتو ننګونو د هواری د غوښتنې ترڅنګ په افغانستان کې سولې، ثبات، سوکالۍ، ملي یووالي، ملي حاکميت، خپلواکۍ، او ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي پر اهميت ټينګار شوى دى