افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې ځانبسیاینې ته رسېدلی
Jun 25, 2024 11:25 Asia/Kabul
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د خصوصي سکټور او نړیوالو سازمانونو په پرونۍ غونډه کې ویلي وو، چې دمګړۍ افغانستان د ۱۳۳ توکو په تولید کې په ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
عزیزي په دې غونډه کې له نړۍ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د لهمنځه وړلو لپاره د ژر تېرېدونکو مرستو پر ځای بنسټيز کارونه ترسره کړي.
نوموړی وایي، دغه وزارت په وروستیو کې۱۰۰۰ صنعتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او ډېر ژر به پر فابریکه لرونکو او پانګوالو ځمکې هم ووېشل شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي چارو مرستیال ویلي چې، د ملګرو ملتونو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو د پیاوړتیا لپاره، یو لړ کارونه ترسره کړي دي.
ټیګونه