د پنجشېر ګیلاس هند، پاکستان او چین ته صادرېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149834-د_پنجشېر_ګیلاس_هند_پاکستان_او_چین_ته_صادرېږي
د افغانستان د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په دغه ولایت کې د ګیلاسو میوې د حاصلاتو د ډېروالي خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-06-29T22:29:08+00:00 )
Jun 30, 2024 02:56 Asia/Kabul
  • د پنجشېر ګیلاس هند، پاکستان او چین ته صادرېږي

د افغانستان د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په دغه ولایت کې د ګیلاسو میوې د حاصلاتو د ډېروالي خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مشر قاري فضل الله دیوبند ویلي، چې په پنجشېر ولایت کې ۱۰۰۰جریبه  د ګیلاسو میوې بڼونه شتون لري او تر دې مهاله ۳۵۹ زره او۱۰۰ کیلو ګرامه د ګیلاس میوه راټوله او د پلور لپاره بازار ته وړاندې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې سږکال به د ګیلاسو میوې حاصلات چین، هند او پاکستان ته هم صادر شي.