پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیلوي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i149880-پاکستان_د_افغان_کډوالو_د_ویستلو_دویم_پړاو_پیلوي.
له پاکستان څخه خبرونه وایي، چې دغه هېواد پلان لري، په نږدې راتلوونکې کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړي.
(last modified 2024-07-01T07:01:47+00:00 )
Jul 01, 2024 11:30 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیلوي.

له پاکستان څخه خبرونه وایي، چې دغه هېواد پلان لري، په نږدې راتلوونکې کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړي.

په دغه پړاو کې به هغه اته سوه زره افغانان له پاکستان څځه ویستل شي، چې د استوګنې قانوني اسناد نلري، خو دا خبر په رسمي ډول پاکستاني چارواکو نه دی تائید کړی.

د راپورونو له مخې د افغان کډوالو د ویستلو په لومړۍ مرحله کې چې، په تېره نومبر میاشت کې پيل شوې وه، چې په کې پاکستاني حکومت ۵۴‍۱ زره افغان کډوال ویستلي دي.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ویلي وو چې، کابو ۴ اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال په دې هېواد کې اوسېږي چې، له دې اندازې یې ۱ اعشاریه ۷۳ میلیونه بې اسناده دي.

اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازې فلیپا کنډلر ویلي، پاکستان باید د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د کډوالو پېژندګلوي په دقت وڅېړي.