مولوي کبیر: د دوحې ناسته بریالۍ وه
د جاپان سفیرهم له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده، چې هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.
د طالبانو د د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته، چې طالب پلاوي ګډون پکې کړی و، بریالۍ ګڼلې ده.
د جاپان سفیرهم له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده، چې هېواد یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اساسي پروژې پلي کړي او په دې برخه کې به یې همکاري دوام ومومي.
طالب چارواکي داسې مهال دوحې ناسته بریالۍ ګڼي، چې د دوی مخالفان او یو زیات شمېر افغانان په دې ناسته کې د طالب لوري یو اړخیز ګډون او ورته د ملګرو ملتونو لخوا امتیازات نقدوي او وایي بهرنیانو د خپلو ګټو لپاره پرته له دې چې د افغانانو وضعیت او غوښتنې په پام کې ونیسي، طالبانو سره معاملو ته شدت ورکړی