د افغانستان بامیان د سیلانیّانو لپاره  د امن ځاي دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150100
د افغانستان په مرکز کې د بامیان والي اعلان کړی چې دغه ولایت د داخلی او بهرنیو سیلانیانو یا ټوریسټانو لپاره  کرار او له ثباته ډک ځاي دی.
(last modified 2024-07-09T00:22:09+00:00 )
Jul 09, 2024 04:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان بامیان د سیلانیّانو لپاره  د امن ځاي دی

د افغانستان په مرکز کې د بامیان والي اعلان کړی چې دغه ولایت د داخلی او بهرنیو سیلانیانو یا ټوریسټانو لپاره  کرار او له ثباته ډک ځاي دی.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،  د افغانستان د بامیانو والی عبدا... سرحدي  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،داخلی او بهرنی سیلانیان  په بشپړ ډاډ سره  ددغه ولایت تاریخي سیمې په تیره بیا د ؛بندامیر ؛ ملی پارک سیّل کولی شي.

هغه په دوام کې ټينګار کړی دی په بامیان  ولایت کې بشپړ امنیت ټينګ دی  او د سیلانیّانو لپاره هیڅ ویره نشته .سرحدي ووئیل، ډاډ ورکوو چې فومي ،توکمیز  او ژبني توپيرونه ختم شوي دی او د مونږ دنده د ټولو د ژوند او مال ساتل دي.

د افغانستان بامیان ولایت  ډيرې طبیعي او تفریحي جاذبې لري  او  په کال کې د ډيرو زیاتو داخلی او بهرنیو سیلانیانو کوربتو ب کوي..

ځیني هغه سیلانیّان  چې له دې مخهکې بامیانو ته تللي ، د افغانستان له رسنیو سره ئې  ددغه ولایت دامنیت په باب رضایت  ښودلی دی.

 د افغانستان د بامیان ولایت ، ملی پارک بند امیر ، د قاضیان پولادي دره، د  بودا مجسمې ، د غلغله او ضحاک ښارونه، د بامیانو مهم تاریخي او تفریحي  ځایونه شمیرل کیږي چې  د ټوریسټانو په جذبولو کې مهم رول لري.