په افغانستان کې د ماشومان پر وضعیت د یونیسف اندېښنه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف ویلي چې نږدې ۴۰ سلنه افغان ماشومان له سختو روحي، رواني ناروغیو، ننګونو او خپګان سره مخ دي.
یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې له ۲۴ سلنې څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۷ کلونو دي، اندېښنې تجربه کوي، چې دا کچه له نړیوال اوسط لس ځلې لوړه ده او ۱۵ سلنه نور بیا خپګان تجربه کوي.
یونېسف د بیوزلۍ لوړه کچه، جګړې، د کورنیو بېځایه کېدل ، طبیعي پېښې، د ناچاودو توکو ګواښونه او د کړکېچ پر مهال پر کورنیو او ماشومانو د زیانونو فشارونه، هغه لاملونه بللي چې افغان ماشومان یې له شدیدو روحي او رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.
یونېسف ویلي چې په روان ۲۰۲۴کال کې به په ټول افغانستان کې ۳.۶ میلیونه ماشومانو او د هغوی پالونکو ته یې رواني، روغتیایي خدمتونه او روزن ځایونه برابر کړي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په لسګونه زره افغان کورنۍ په جبري ډول ایستل شوي، چې تر ډېره یې ماشومان له سختو ننګونو سره مخ دي.