متقي په کابل کې د عربستان له سفیر سره کتنه کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150244-متقي_په_کابل_کې_د_عربستان_له_سفیر_سره_کتنه_کړی_ده
متقي په دې لیدنه کې هیله ښودلې د ښاغلي فیصل د ماموریت په موده کې به دوه اړخیزې اړیکې لا وده ومومي.
(last modified 2024-07-11T21:53:42+00:00 )
Jul 12, 2024 02:21 Asia/Kabul
  • متقي په کابل کې د عربستان له سفیر سره کتنه کړی ده

متقي په دې لیدنه کې هیله ښودلې د ښاغلي فیصل د ماموریت په موده کې به دوه اړخیزې اړیکې لا وده ومومي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

 

د نوموړي وزارت ویاند حافظ ضیااحمد په خواله شبکې اېکس کې د متقي او د افغانستان لپاره د سعودي عربستان د سفیر ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.

متقي په دې لیدنه کې هیله ښودلې د ښاغلي فیصل د ماموریت په موده کې به دوه اړخیزې اړیکې لا وده ومومي.

د یادونې ده چې سعودي عربستان شاوخوا یو کال وړاندې په کابل کې خپل سفارت د امنیتي ګواښونو له کبله وځنډاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد قطر ته له خپل وروستي سفر وروسته ویلي چې په دوحه کې یې د سعودي عربستان له استازو سره لیدلي او ټاکلې ده چې د دغه هېواد سفیر افغانستان ته راشي.

حافظ ضیااحمد تکل لیکلي چې د سعودي عربستان سفیر په تېرو نږدې درېیو کالو کې د طالبانو لاسته راوړنې ستایلي او ژمنه یې کړې چې له افغانانو سره به د بشري مرستو لړۍ ته دوام ورکړي.