د ملګروملتو له خوا د افغانستان دطالبانو دبایکاټ شوومشرانو نامې اعلان شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150260-د_ملګروملتو_له_خوا_د_افغانستان_دطالبانو_دبایکاټ_شوومشرانو_نامې_اعلان_شوې
د ملګروملتو پربندیزونو څارونکي ډلې ددغې د افغانستان د هغو ۶۱ چارواکو او مسئولانو نامې  چې پرې بندیز لګول شوی،ددغې موسیسې په ویبپاڼې کې  دیوه راپور  په خپرولو سره  اعلان کړې.
(last modified 2024-07-12T22:14:10+00:00 )
Jul 13, 2024 02:42 Asia/Kabul
  • د ملګروملتو له خوا د افغانستان دطالبانو دبایکاټ شوومشرانو نامې اعلان شوې

د ملګروملتو پربندیزونو څارونکي ډلې ددغې د افغانستان د هغو ۶۱ چارواکو او مسئولانو نامې  چې پرې بندیز لګول شوی،ددغې موسیسې په ویبپاڼې کې  دیوه راپور  په خپرولو سره  اعلان کړې.

تسنیم خبری آژانس راپور  ورکړ، دملګروملتو دپر بندیزونو څارونکي ډلې  په یوه راپور کې د  هغو ۶۱طالب چارواکو نامې اعلان کړې چې  په هغو کې ۳۵ د طالبانو د کابینې غړي  او لوړپوړي چارواکي دي.

دملګروملتو د راپور په اساس، د افغانستان دطالبانو لومړی وزیر ملاحسن اخوند،اقتصادي مرستیال ،ملاعبدالغني برادر،اداری مرستیال عبدالسلام حنفي ،مرستیال لومړی وزیر مولوی عبدالکبیر  او همداراز خارجه وزیر امیر خان متقي ، د کورنیو  چارو وزیر سراج الدین حقاني ،  او د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق وثیق نامې پکې لیدل کیږي.

د افغانستان د طالب حکومت پر لوړپوړو چارواکو سربیره دملګروملتو دبندیزونو په دغه لسټ کې د ځينو خپلواکه ادارو د مشرانو او مرستیالانو نامې هم  لیدل کیږي.

د ملګروملتو دب ندیز په  ۲۶ پاڼیز لیسټ کې د افغانستان د لویو تاجرانو  عبدالحسیب علیزایی او فیص ا... نورزي نامې هم لیدل کیږي. د ملګروملتو د بندیزونو په اساسو دغه کسان  له مجوز پرته له افغانستانه بهر ته د  سفر حق نه لري او  ددوي شتمنۍ هم کنګل شوي دي.

د ملګروملتو دبندیزونو کمیشن  وئیلي دي،  په دوامدار  ډول  د طالب چارواکو د سفر دبندیز د ختمولو غوښتې ترلاسه کوي.

د افغانستان د طالبانو حکومت له دې مخکې  د ملګروملتو دبندیزونو په غبرګون کې وئیلي وو،  افغانستان  ددغو بندیزونو ددایمي لیریکیدا هماغه شان چې  دقطر په موافقې کې ئې ژمنه شوې ،خپل حق ګڼي.

د طالب حکومت خارجه وزارت هم وئيلي وو، پر طالب حکومت ددغه شان دباؤنو اچول  چټي او د ناکامو تجروبو تکرارول دي چې هیڅ نتیجه  نه لري.د طالبانو د حکومتی چارواکو د  ملګروملتو پر امنیت شورا غږ کړی یو اړخیز قضاؤت دې نه کوي او دافغانسان د ولس حقه حقوق دې تضمین کړي.