عاشورا په افغانستان کې د یووالي او ورورولۍ سمبول دی
دغه ديني عالم وويل زړورتيا د امام حسين (ع) د شخصيت له ځانګړتياوو ده او له همدې امله يې په پوره جرئت سره د يزيد او د هغه د واکمن حکومت پر وړاندې په حقه خبرې وکړې او ويې ويل چې په عزت سره مرګ ته په ذلت سره ژوند غوره کوم.
افغان غږ خبری آژانس له مزارشریف راپور ورکوی د مزارشريف د سلطانيه جومات د جمعې امام حجت الاسلام والمسلمين سيد حيدر هاشمي وويل، چې اسلام تر ټولو زياته توجه علم او نصيحت ته ورکوي. د عامو خلکو، نارینه او ښځینه دواړو لپاره یې په زده کړې ټینګار وکړ.
هغه څرګنده کړه چې د اسلام پیغمبر (ص) فرمایلی دی چې علم د عبادت تر ټولو ستره بڼه ده او ټولو امامانو په تیره بیا امام حسین (ع) علم او د هغې اهمیت ته ډیره پاملرنه کړې ده او حضرت علی (ع) هم ورته لارښونه کړې ده.
حجت الاسلام هاشمي زیاته کړه: زموږ ټولنه باید له قرآن، پیغمبر (ص)، اهل بیت (ع) او په ځانګړې توګه د امام حسین (ع) له سیرت څخه د کاميابۍ، سرښندنې، خوښۍ او پرمختګ فورمولونه زده کړي.
دغه ديني عالم وويل زړورتيا د امام حسين (ع) د شخصيت له ځانګړتياوو ده او له همدې امله يې په پوره جرئت سره د يزيد او د هغه د واکمن حکومت پر وړاندې په حقه خبرې وکړې او ويې ويل چې په عزت سره مرګ ته په ذلت سره ژوند غوره کوم.
هغه زیاته کړه، د امام حسین (ع) د مکتب پېژندنه ارزښتناکه او خوندوره ده، ځکه چې دا د تاریخ تر ټولو ستره پېښه ده او د عاشورا په څېر هېڅ پېښه نشته، که څه هم عاشورا هر کال تکرارېږي، خو لمانځنه یې نه تکرارېږي.
دغه دیني عالم زیاته کړه: د امام حسین انقلاب تل تازه او ځانګړی دی او د اسلام او انسانیت د پیروانو لپاره درسونه او نصیحتونه راوړي.
عاشورا په هیواد کې د شیعه او سني یووالي سمبول دی
هغه زیاته کړه: دا د حکومت دنده ده چې د خلکو د برنامو ملاتړ او امنیت تامین کړي او په دې برخه کې اقدام خلک له حکومت سره نږدې کوي. که څه هم موږ د امنیت د تامین ستاینه کوو او دا منو چې په جوماتونو او تکیه خانو کې ګواښونه کم شوي دي، خو د امام حسین (ع) د عزادارۍ پر مراسمو بندیزونه باید لیرې شي.
ده وویل: چارواکي باید پوه شي چې د عاشورا پرمختګ په حقیقت کې د بیدارۍ، یووالي، پرمختګ او سوکالۍ وده ده او په دې توګه به هیواد بیمه شي او د عاشورا له ظرفيتونو څخه سمه استفاده وشي.