سږ کال د خټکیو حاصلات ښه؛ خو بازار یې کمرنګه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150686-سږ_کال_د_خټکیو_حاصلات_ښه_خو_بازار_یې_کمرنګه_دی
په سمنګان ولایت کې سږکال بزګرانو پخپلو کروندو کې په پراخه پیمانه خټکي کرلي؛ خو د خرڅلاو له کمرنګه بازار څخه یې اندېښنه لري.
(last modified 2024-07-26T06:23:37+00:00 )
Jul 26, 2024 10:51 Asia/Kabul
  • سږ کال د خټکیو حاصلات ښه؛ خو بازار یې کمرنګه دی

په سمنګان ولایت کې سږکال بزګرانو پخپلو کروندو کې په پراخه پیمانه خټکي کرلي؛ خو د خرڅلاو له کمرنګه بازار څخه یې اندېښنه لري.

د دې ولایت کروندګر وایي، چې د تېر کال په پرتله د خټکیو حاصلاتو کچه دوه برابره زیاته شوې؛ خو بیو ته په کتو یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای او زیاتوي، که د پېر او پلور اوسنی وضعیت دغه ډول دوام پیدا کړي؛ نو له سخت زیان سره به مخ شي.

کروندګر وایي، چې حکومت دې په بهر هېوادونو کې د خټکیو د بازارموندنې لپاره زمینه برابره کړي؛ ترڅو په مناسبه بیه وپلورل شي.

په ورته وخت کې سوداګر  بیا وایي، چې بهر هېوادونو ته محصولات په کمه اندازه انتقالېږي؛ خو د مېوو د فصل پرمهال د پاکستان له لوري په بندرونو کې د لوړې تعرفې اخیستل او ځنډول، د تازه مېوو د بیو د راټیټېدو او خرابېدو لامل کېږي.

بل پلو د سمنګان ولایت د کرنې او مالدارۍ مشر عبدالمتین کریمي هم د کروندګر شته ستونزې مني او وایي، چې تل یې د بزګرانو ملاتړ او لاسنیوی کړی او په راتلونکي کې د همکارۍ ډاډ ورکوي.

د مالوماتو له مخې، په سمنګان ولایت کې په ۱۴ زره هکټاره ځمکه باندې خټکي کرل شوي او د اټکل مخې به شاوخوا ۸۰ ټنه د خټکیو حاصلات ترلاسه شي.