کابل کښې د ترکمنستان سفیر د طالبانو له خارجه وزیر سره وکتل
د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د تاپي پروژې په اړه د نظرتبادله وکړه.
د فارس ویب د راپور له مخې، د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دغه کتنه کښې وویل: په افغانستان کښې به د تاپي پروژې عملي کار به ډیر ژر پیل شي.
هغه زیاته کړه: د ټاپي د نل لیکې تخنیکي کارونه د ترکمن انجینرانو په همکارۍ ترسره کیږي.
په دې کتنه کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوض اوف هم د تاپي د پایپ لاین د پروژې په برخه کې د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ اعلان وکړ.
د تاپي پروژه یوه له هغو پروژو څخه ده چې د افغانستان په تېر حکومت کې پیل شوې خو بشپړه شوې نه ده.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د دې پروژې د بیا پیل لپاره خبرې پیل کړې.
دې ته په پام سره چې د سیمې هېوادونه ترې ګټه پورته کوي، د ناپي پروژه د همدغو هېوادونو په همکارۍ ترسره کېږي.
د ټاپي پروژه یوه داسې ستره سیمه ایزه ګډه پروژه ده چې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د ګازو د لیږد زمینه برابروي.