د افغانستان ۱۲ ګمرکونو کې الکترونیکي سکینرونه نصبیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150742-د_افغانستان_۱۲_ګمرکونو_کې_الکترونیکي_سکینرونه_نصبیږي
د افغانستان سرپرست حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت له لورې د هېواد په دولسو ګمرکونو کې د الکترونیکي سکینرونو د نصبولو تړون لاسلیک شوی
(last modified 2024-07-28T09:22:01+00:00 )
Jul 28, 2024 13:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۲ ګمرکونو کې الکترونیکي سکینرونه نصبیږي

د افغانستان سرپرست حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت له لورې د هېواد په دولسو ګمرکونو کې د الکترونیکي سکینرونو د نصبولو تړون لاسلیک شوی

د دغه معاونیت  له خوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویل شوي:  دغه قرارداد تېره ورځ د ماليې وزارت او يوه خصوصي شرکت ترمنځ د اته ميليارده افغانيو په پانګونې لاسليک شو.

خبرپاڼه زیاتوي: د دې پروژې عملي چارې به دوه کاله وخت ونیسي او په ترڅ کې به یې شاوخوا دوه زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د دې قرارداد له مخې، د دې پروژې قراردادي شرکت به د تورخم، هرات، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، اقینه او شیرخان بندرونو او د هيواد هوایي میدانونو ته لیږدونکي هر ډول توکې سکین کوي.

د سرپرست حکومت د پانګونې د اسانتیاوو رئیس احمدضیا خالد د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل: دغه اقدام د هېواد په ګمرکونو کې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه ترسره شوی دی.