پاکستان د تورخم سرحد یوځل بیا بند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150906-پاکستان_د_تورخم_سرحد_یوځل_بیا_بند_کړ
د افغانستان خبري سرچینو ویلي چې پاکستان د تورخم سرحد یوځل بیا د باري ګاډو د تګ راتګ لپاره بند کړی دی.
(last modified 2024-08-02T09:33:35+00:00 )
Aug 02, 2024 13:59 Asia/Kabul
  • پاکستان د تورخم سرحد یوځل بیا بند کړ

د افغانستان خبري سرچینو ویلي چې پاکستان د تورخم سرحد یوځل بیا د باري ګاډو د تګ راتګ لپاره بند کړی دی.

په ننګرهار کښې ځايي سرچینې وايي چې پاکستان د تورخم سرحدي لاره یوځل بیا «د موقته تګ راتګ د مجوز» د نشتوالي په وجه د افغانستان د باري موټرانو پرمخ تړلې ده.

د دغو سرچینو په وینا، دغه لاره تیره شپه کابو ۱۲ بجې بنده کړې شوې ده.

د خبر له مخې، د پاکستان له دغه اقدام وروسته طالبانو هم یاد سرحد د پاکستان د باري ګاډو لپاره بنده کړې ده.

د پاکستان او طالبانو چارواکو هم د یاد سرحد بندول تایید کړي دي.

د طالبانو د صنعت او تجارت د وزارت ویاند عبدالسلام جواد ډان ورځپاڼې ته ویلي چې کابل د تورخم سرحد د خلاصولو لپاره له پاکستان سره په مذاکرې لګیا دي.

پاکستان د افغانستان موټروانانو ته د جولایۍ تر ۳۱ نیټې مهلت ورکړی و چې د لنډمهاله تګ راتګ مجوز ترلاسه کړي.