ایران پخپل ګاونډ کې یو باثباته افغانستان غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150964-ایران_پخپل_ګاونډ_کې_یو_باثباته_افغانستان_غواړي
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزار د جنوبی آسیاسیمې د چارو عمومی مدیر په کابل کې له افغانستان سره د ایران دنوي حکومت داړیکو ا ارزونې ناستې ته په اشارې  ټينګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت  باثباته او  سوله ایز افغانستان غواړي.
(last modified 2024-08-04T06:53:17+00:00 )
Aug 04, 2024 11:10 Asia/Kabul
  •  ایران پخپل ګاونډ کې یو باثباته افغانستان غواړي

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزار د جنوبی آسیاسیمې د چارو عمومی مدیر په کابل کې له افغانستان سره د ایران دنوي حکومت داړیکو ا ارزونې ناستې ته په اشارې  ټينګار وکړ،د ایران اسلامی جمهوریت  باثباته او  سوله ایز افغانستان غواړي.

تسنیم خبری آژانس راپور راکړ، د ایران دخارجه وزارت د جنوبی اسیا سیمې د چارو عمومی مدیر  د طالبانو د حکومت په خارجه وزارت کې له افغانستان سره د ایران د نوي حکومت د اړیکو د ارزونې د ناستې په هرکلي سره  ووئيل، اسلامی ایران په خپل ګاونډ کې  یو باثباته هیواد غواړي.

 هغه په ایکس پاڼې کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي دي،د افغانستان د خارجه وزارت د سټراټژيکو  مطالعاتو په ریاست کې د؛ ایران نوی حکومت او دکابل او تهران د اړیکو د پیاوړتیا فرصتونه په عنوان سره  د علمی ناستې ترسره کیدا یو ډیر خوشالونکی او هیله منونکی خبر دی.

موسوي  زیاته کړې ده ، ددغې ناستې په یوې برخې کې د ټولشموله حکومت په باب کلی خبرې کیږي،البته  فکر کوم ، قدرمن ویناوال  له دغو چارو په باب سم اطلاعات او تحلیل نه لري.

هغه په دوام کې روښانه کړې ده،ټولشموله حکومت  کوم ائيتلافي، مشارکتي او یا د مخالفانو د غونډولو  حکومت نه دی. حکومت په هغه بڼه ټولشموله  دی چې  په اغیزشیندونکي توګه  پکې د ټولنې ټول غړي پکې ګډون ولري  او د ولس خدمت وکړي. که د شفافو او بې پلوه قوانینو وضع کول او اجرا  او د هیواد دټولو پرګنو ځواب ویونکي وي ، نو  هغه حکومت ټولشموله او ځواب ویونکی دی.

د ایران د خارجه و زارت د جنوبی آسیا سیمې د چارو عمومی مدیر  همداراز ټينګار وکړ، ټول شموله یا  همپاله حکومت  د افغانستان یوه داخلی او ملی مسئله ده،ایران پخپل ګاونډ کې  دیوه باثباته او مخ  په پراختیا حکومت   غواړي .