افغانستان کښې د اسماعیل هنینه په هکله غونډې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151152-افغانستان_کښې_د_اسماعیل_هنینه_په_هکله_غونډې_وشوې
زمونږ خبریال راپور راکړی په هرات او بلخ ولايتونو کې د شهید اسماعیل هنیه د شهادت په مناسبت غونډې جوړې شوې
(last modified 2024-08-08T06:14:09+00:00 )
Aug 08, 2024 10:41 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د اسماعیل هنینه په هکله غونډې وشوې

زمونږ خبریال راپور راکړی په هرات او بلخ ولايتونو کې د شهید اسماعیل هنیه د شهادت په مناسبت غونډې جوړې شوې

په هرات ولایت کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د شهید اسماعیل هنیه د شهادت په غبرګون کې پراخه ولسي غونډه جوړه شوه.

په دغو مراسمو کې چې دیني عالمان، د پوهنتون استادان او عام خلک راټول شوي وو، شهید اسماعیل هنیه  يې د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړی او د اسلام یو رښتینی مبارز وباله .

دغه راز ګډونوالو د اسرائيلي اشغالګر رژیم روان وحشت یې په کلکو ټکو وغانده او له نړېوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر غزه د صهیونیستي رژيم د وحشتونو مخه ونیسي.

د هرات خلکو مرګ په اسرایل او مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل او د فلسطین د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه.

همدارنګه د مزار شريف سلګونه ښاریانو د یوې ولسي غونډې په ترڅ کې د اسماعیل هنیه د شهادت په مناسبت خپله غمرازي څرګنده کړه.

دوی د فلسطیني مسلمانانو پر خلاف د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په غندلو سره د نړۍ له اسلامي امت وغوښتل, چې د غزې د خلکو ملاتړ او له مقدسې خاورې دفاع وکړي.

د بلخ سیمه ایز چارواکو د فلسطیني وګړو د سیاسي مشر اسماعیل هنیه شهادت د ټولې اسلامي نړۍ لپاره لویه ضایع وبلله او  غربي هېوادونه یې د هغه په مړینه تورن کړل.

د شهيد اسماعيل هنيه د شهادت په غبرګون کې لاريونونه شوي او په دې اړه يې غمرازي څرګنده کړې ده.