نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره هر ډول مالي مرستې بندې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151288-نړیواله_ټولنه_دې_له_طالبانو_سره_هر_ډول_مالي_مرستې_بندې_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د معترضو غورځنګونو خپلواک ایتلاف وايي چې نړۍ له درېيو کلونو راهيسې طالبان پر هېوادوالو تحمیل کړي دي. نوموړي ايتلاف نن د طالبانو په لاس د کابل د پرځېدو د درېيمې کليزې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي چې په دې ورځ افغانستان يوې «جنايت‌کارې ډلې» ته سپارل شوی دی.
(last modified 2024-08-12T06:54:14+00:00 )
Aug 12, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره هر ډول مالي مرستې بندې کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د معترضو غورځنګونو خپلواک ایتلاف وايي چې نړۍ له درېيو کلونو راهيسې طالبان پر هېوادوالو تحمیل کړي دي. نوموړي ايتلاف نن د طالبانو په لاس د کابل د پرځېدو د درېيمې کليزې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي چې په دې ورځ افغانستان يوې «جنايت‌کارې ډلې» ته سپارل شوی دی.

د دغه ایتلاف په باور، په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ له منځه‌وړل د خلکو «عمومي پاڅون» ته اړتیا لري.

د افغانستان د معترضو ښځو خپلواک ایتلاف په دې څو ماده‌ییزه خبرپاڼه کې د دوحې د تړون د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

له طالبانو سره د هېوادونو نه‌تعامل او د بشري ناورین تر نامه لاندې د هر ډول مرستو بندول، له نشه ئیزو توکو سره د مبارزې او بانکي سیسټم په ګډون له نړیوالې ټولنې د یاد ایتلاف څو نورې غوښتنې دي.

د خبرپاڼې له مخې، طالبانو په افغانستان کې د «ځنګل قانون» په پلي کولو سره د بشري حقونو له ټولو اصولو او ارزښتونو سرغړونه کړې او د هېواد ټول قوانین یې لغوه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبانو لاریون کوونکي، روڼ‌اندي، منتقدین، د تېر حکومت پوځیان  او کارکوونکي ځورولي، شکنجه، بندیان کړي او وژلي دي.»

د خبرپاڼې پر بنسټ، ښځو، قومي، مذهبي او جنسیتي لږکیو د طالبانو تر واک لاندې په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو «ترټولو ناوړه» ناورین تجربه کړی دی.

یاد ایتلاف ټینګار کړی نړیواله ټولنه باید طالبان د نسل وژنې، جبري کډوالۍ، د قومي او مذهبي اقلیتونو د ځپلو او همداراز د پوځيانو او ملکيانو د «وژنې» لپاره ځواب ویونکي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشري حقونو فعالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د مالي مرستو د بندېدو غوښتنه کړې وه.