داعش ترهه ګرې ډلګۍ د ننګرهار د خونړي برید مسوولیت ومانه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151676-داعش_ترهه_ګرې_ډلګۍ_د_ننګرهار_د_خونړي_برید_مسوولیت_ومانه
په دې چاودنه کې چې د ښونځي د زده کوونکو په ګډون شپږ کسان پکې ووژل شول، پنځه نور ټپیان شول.
(last modified 2024-08-23T22:00:11+00:00 )
Aug 24, 2024 02:27 Asia/Kabul
  • داعش  ترهه ګرې ډلګۍ د ننګرهار د خونړي برید مسوولیت ومانه

په دې چاودنه کې چې د ښونځي د زده کوونکو په ګډون شپږ کسان پکې ووژل شول، پنځه نور ټپیان شول.

داعش  ترهه گری ډلې پرون د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د یوې وژونکې چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست.

په دې چاودنه کې چې د ښونځي د زده کوونکو په ګډون شپږ کسان پکې ووژل شول، پنځه نور ټپیان شول. د داعش خراسان ډلې ادعا کړې چې په وژل شویو کې د طالبانو څلور غړی شامل دي.

په ننګرهار کې طالب چارواکو په پیل کې دا چاودنه د مځکني ماین له امله بللې وه او ویلی یې وو چې دا ماین ډېر وخت مخکې ځای پر ځای شوی وو.

داعش ډله، چې طالبان وايي له منځه وړل شوې، هڅه کوي په دې ډول بریدونو په افغانستان کې خپل حضور او فعالیت ثابت کړي.

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د داعش ډلې شتون منی، دوی ټینګار کوي چې د دې ډلې ګواښ د پام وړ کم شوی دی.