يوناما د طالبانو حکومت د نوي قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې
زمونږ خبریال راپور راکړی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د طالبانو د حکومت لخوا د هغه قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د اشخاصو پر فردي چلند پراخ محدودیتونه وضع کوي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسیبنو ته یې د پلي کولو واکونه ورکوي.
اغلې روزا اوتنبایوا د امر بالمعرف او نهی عن المنکر قانون چې همدا څو ورځې وړاندې د طالبانو د مشر لخوا توشیح شو د افغانستان د راتلونکې لپاره یو "ځوروونکی" لېدلوری بللی ځکه چې په وینا یې دا قانون محتسبینو ته اختیاري واک ورکوي چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لیسټ پر بنسټ هر څوک "وګواښي او بندي یې کړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په دې اړه د اغلې اوتنبایوا د څرګندونو یوه خبرپاڼه هم پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې چې په کې نوموړې ویلي، دا قانون د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د هغې په وینا د "نه زغملو وړ محدودیتونه" لا ډېروي، او له مخې یې له کوره بهر د ښځو غږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو استازې ویلي د قانون متن د افغانستان د مذهبي ټولنو بشپړې تنوع ته په کتو سره، د مذهبي ازادۍ په اړه اندیښنې له ځانه سره لري، او همدارنګه لا نور محدودیتونه په کې نغښتي دي چې د خبریالانو او رسنیو کار به اغېزمن کړي.
روزا اوتنبایوا ویلي له لسیزو جګړو وروسته او د یوه ناوړه بشري ناورین په ترڅ کې افغانان د لمانځه لپاره د ناوخته کېدو، د محرم کس د نه شتون او یا هم د خپلې خوښې کس د انځور د لرلو له کبله د ګواښېدو پر ځای ورسره ښه چلن ته اړتیا لري.
د اغلې اوتنبايوا په خبره نړیواله ټولنه په ښه نیت هڅه کوي چې افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره ښکېله شي او دا هېواد د سولې او سوکالۍ پر لاره وویني چې ټول وګړي یې د خپلې راتلونکې په ټاکلو کې برخه ولري او حقونه یې خوندي وي او داسې نه وي چې یوازې سپارښتنې ورته وشي.
د نوموړې په وینا د افغانانو د حقونو لا ډېر محدودول او په دومداره توګه یې په ویره کې ساتل به موخې ته رسېدل لا ګران کړي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې یوناما نوی تصویب شوی قانون او د افغانانو لپاره یې پایلې او همدارنګه له ملګرو ملتونو او افغانستان سره پر بشري مرستو احتمالي اغېزې څېړي او د یو شمېر مادو او د پلي کېدو د پلانونو په اړه له حاکمو چارواکو د سپناوي غوښتنه کوي.