طالبانو د ملا هیبتالله ټول فرمانونه پلي کړي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د دغې ډلې د غایب مشر، ملا هیبتالله اخندزاده ټول فرمانونه یې پر هېوادوالو پلي کړي دي.
دوی نن د طالبانو د حساب ورکونې په پروګرام کې ویلي چې دغه وزارت په تېر کال کې پر هېوادوالو د محکمې او د دغې ډلې د رهبرۍ پرېکړې پلي کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسوولانو په دې ناسته کې ادعا کړې چې خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته اوس په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي.
د دوی د ادعا پر بنسټ، په هېواد کې د جرمونو کچه ۳۰ سلنه ټيټه شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا، د تېر کال په اوږدو کې د دغې ډلې جنګیالیو د انسانتښتونکو پر ضد ۲۵۰ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۷۶ انسانتښتوونکي نیول شوي او ۳۴ نور له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
همداراز په دې موده کې د دغې ډلې له خوا ۳ زره ۶۴۳ ټنه نشهيي توکي کشف او د نشه يي توکو، الکولي مشروباتو او نشهيي ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ فابریکې له منځه وړل شوې دي.
طالبانو زیاته کړې چې په دې موده کې یې ۲۷ زره ۸۹۱ پر نشهيي توکو روږدي کسان روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي او ۱۷ زره ۶۵۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
دغهراز طالبانو د هېوادوالو د ملي او مذهبي مراسمو د امنیت ټينګنښت ادعا کړې ده.
د دغه وزارت د ادعا له مخې، طالبانو تېر لمریز کال په هېواد کې د ۷۰ بنسټیزو پروژو امنیت ټینګ کړی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، دغې ډلې په تېر یو کال کې د هېواد په هوايي ډګرونو کې د یو میلیون ۹۵۰ زره ډالرو، ۸۴۵ زره یورو، څلور میلیونه ۸۳۰ زره سعودي ریالونو او ۱۰۰ زره درهمو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دې تر څنګ ۳۴۴ کیلوګرامه نشهيي توکي، تر یو کیلو ګرامه زیات سره زر هم کشف او د قاچاق په تړاو یې ۵۹۱ کسان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په تېر یو کال کې د دغه وزارت په چوکاټ کې ۳۵ زره ۵۸۴ نوي جنګیالي استخدام شوي دي.
یو میلیون ۷۴۵ زره غوښتونکو ته د پاسپورټونو وېش او همداراز د ۵۰۰ زره «کینلاسه» موټرو ثبت او د ۲۵۰ زره لنډمهالي پلېټونو ثبت، په تېر یو کال کې د دغې ډلې لاستهراوړنې بلل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر په تېرو درېیو کلونو کې د پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو له حقونو سرغړونه کړې ده.
په نوي مورد کې ملا هبتاالله د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون چې د ښځو غږ په کې عورت بلل شوی، توشیح کړی دی.