امریکا د افغانستان د پوځ ۴۶ الوتکې ازبکستان ته ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151830-امریکا_د_افغانستان_د_پوځ_۴۶_الوتکې_ازبکستان_ته_ورکړې
په ازبکستان کې د امریکا سفیر وویل چې تاشکند او واشنګټن د  افغانستان د پخواني پوځي د پوځي الوتکو په سر موافقې ته رسېدلې دي.
(last modified 2024-08-27T07:02:12+00:00 )
Aug 27, 2024 11:23 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د پوځ ۴۶ الوتکې ازبکستان ته ورکړې

په ازبکستان کې د امریکا سفیر وویل چې تاشکند او واشنګټن د  افغانستان د پخواني پوځي د پوځي الوتکو په سر موافقې ته رسېدلې دي.

د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې په ازبکستان کې د امریکا سفیر وویل چې دواړو هیوادونود افغانستان د پخواني پوځ د الوتکو د برخلیک په اړه موافقه کړې او دغه پوځي سازوسامان په تاشکند کې باقي پاتې کیږي.

 په ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتان هنیک، ازبکستاني رسنیو ته وویل چې تاشکند او واشنګټن د افغانستان د پخواني پوځ د پوځي الوتکو په سر موافقې ته رسېدلې دي.

هنیک وضاحت ورکړ چې:« دغه الوتکې هیڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا وې او د افغانستان پوځ له هغو استفاده کوله خو مالکیت یې همېشه له امریکایانو سره و.»

د دغه موافقې له مخې د افغانستان د پخواني پوځي ۴۶ الوتکې او هیلي کاپټرې په ازبکستان کې باقي پاتې کیږي.

 له بلې خوا طالبانو ادعا لري چې دغه الوتکې د افغانستان دي او باید دغه هیواد ته ستنې کړی شي.

په افغانستان کې دجمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، افغان پایلټان له ۴۶ پوځي الوتکو سره ازبکستان ته تښتېدلې وو.