د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتوالی نهایي شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151832-د_ټاپي_پروژې_د_پیل_لپاره_چمتوالی_نهایي_شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وایي، چې د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتوالی نهایي شوی او ډیر ژر به یې عملي چارې پيل شي.
(last modified 2024-08-27T07:02:05+00:00 )
Aug 27, 2024 11:26 Asia/Kabul
  • د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتوالی نهایي شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وایي، چې د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتوالی نهایي شوی او ډیر ژر به یې عملي چارې پيل شي.

مولوي امیر خان متقي دا څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې د ټاپي او افغان-ترکمن د اقتصادي ګډو پروژو د عملي چارو پېلېدو په اړه د چمتووالي غونډې ته وکړې.

ښاغلي متقي وویل، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټول قانوني مراحل چې باید هوکړه پرې وشي هم وروستي( فاینل) شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل لارې پروژې په اړه وویل، ډېر زر به د هنګرونو، تم ځایونو، ګودامونو او د اوسېدو سربېره د نورو اړینو ځایونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.

ټاپي چې د افغانستان لپاره تر ټول ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴کیلومټره رغول شوي د پاتې نورو به یې نږدې راتلونکي کې چارې پیل شي.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.