د ملګروملتو ماهرانو د طالبانو د امربالمعروف قانون لوی شاتګ وباله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151958-د_ملګروملتو_ماهرانو_د_طالبانو_د_امربالمعروف_قانون_لوی_شاتګ_وباله
د افغان رسندویو له راپور سره سم د ملګروملتونو متخصصانو د طالبانو د “امربالمعروف د قانون” په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د بشري حقوقو د جدي شاتګ ښودنه کوي او د ځپونکو اقداماتو د زیاتېدو، او په ۱۹۹۰ کلونو کې پخوانۍ افراطي دورې ته د ستنېدو څرګندونه کوي.
(last modified 2024-08-31T06:27:27+00:00 )
Aug 31, 2024 10:53 Asia/Kabul
  • د ملګروملتو ماهرانو د طالبانو د امربالمعروف قانون لوی شاتګ وباله

د افغان رسندویو له راپور سره سم د ملګروملتونو متخصصانو د طالبانو د “امربالمعروف د قانون” په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دا په افغانستان کې د بشري حقوقو د جدي شاتګ ښودنه کوي او د ځپونکو اقداماتو د زیاتېدو، او په ۱۹۹۰ کلونو کې پخوانۍ افراطي دورې ته د ستنېدو څرګندونه کوي.

د ملګروملتو متخصصانو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو د امربالمعروف پر قانون د یوناما غبرګون ته طالبانو توند ځواب ووایه.

متخصصانو په یوه بیان کې وویل، دغه قانون د افغانانو په ژوند باندې د طالبانو “ظالمانه تسلط” لا ټینګوي. هغوی ټینګار وکړ چې د امربالمعروف قانون د طالبانو موجوده “تکراري پالیسۍ” پیاوړې کوي او پراخوي، لکه اجباري جامې، د ښځو لپاره د نارینه سرپرست (محرم) اړتیا او په عامه ځایونو کې د نارینه او ښځینه جلا کول.

د ملګرو ملتونو متخصصان په دې باور دي چې د طالبانو نوی قانون ځپونکونکي اقدامات زیات کړي دي.