د افغانستان او ترکمنستان تر منځ مهم تړونونه لاسلیک شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i151966-د_افغانستان_او_ترکمنستان_تر_منځ_مهم_تړونونه_لاسلیک_شوي_دي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.
(last modified 2024-08-31T22:20:30+00:00 )
Sep 01, 2024 02:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ترکمنستان تر منځ مهم تړونونه لاسلیک شوي دي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.

په دې کتنو کې د ټاپي پروژې په برخه کې وروستي پرمختګونه مثبت ارزول شوي او په راتلونکو څو ورځو کې د یادې پروژې د هرات برخې د پرانېستې لپاره پر چمتووالي خبرې شوې دي.

ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي همداراز د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې د عملي چارو د پیل تړون، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه لیک او د هرات-سنوبر د اوسپنې پټلۍ د عملي پلان او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.