طالبانو د بيلابيلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه واخیسته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152064-طالبانو_د_بيلابيلو_وزارتونو_له_کارکوونکو_دیني_ازموینه_واخیسته
سرچینې وايي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د بېلابېلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستې ده.
(last modified 2024-09-04T22:31:39+00:00 )
Sep 05, 2024 02:59 Asia/Kabul
  • طالبانو د بيلابيلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه واخیسته

سرچینې وايي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د بېلابېلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستې ده.

سرچینو ویلي چې دا ازموینه د وږي پر ۱۴مه په وزارتونو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري اخیستل شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې درې ورځې وړاندې د ځینو وزارتونو کارکوونکو ته مکتوب استول شوی او په ازموینه کې یې د کارکوونکو ګډون «اړین» بللی و.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، د دې ازموینې پوښتنې د استنجا، اودس، غسل، لمونځ او تمیم د څرنګوالي په اړه وې.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت څو وارې د وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستې ده.