قرغیزستان د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم ایستلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i152086-قرغیزستان_د_تروریستي_ډلو_له_لیست_څخه_د_طالبانو_نوم_ایستلی_دی
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ایستلی دی.
(last modified 2024-09-05T07:45:49+00:00 )
Sep 05, 2024 12:12 Asia/Kabul
  • قرغیزستان د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم ایستلی دی

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ایستلی دی.

د قرغیزستان چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې. د قرغیزستان د لوی څارنوالۍ په سایټ کې د ترهګرو او افراطي سازمانونو یو لیست شته چې د طالبانو نوم پکې نه لیدل کېږي.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د قرغیزستان دغه اقدام په سیمه ایزه او نړیواله کچه د دوی د سیاسي پېژندګلوۍ د زیاتوالي ښودنه کوي.

دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې، چې د قرغیزستان دغه اقدام د سرپرست حکومت او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې خنډونه لرې کوي.

تراوسه هېڅ هېواد افغان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونه له دوی سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.